د پلټنې عالي ادارې پلاوي د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او چټلو اوبو ټولولو شرکت سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
۱۴۰۱/۸/۲۲
د پلټنې عالي ادارې د اوبو رسولو او چټلو اوبو ټولولو له شرکت سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه، په دې ناسته کې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د دولتي شرکتونو رییس ښاغلي حمیدالله فقیري، د پلټنې د موندنو د پام او راپور ورکونې رییس ښاغلي نثاراحمد ثبات او د افغانستان د اوبو رسولو او چټلو ابو راټولولو شرکت عمومي رییس ښاغلي انجینر نعمت الله احمدي، او د یاد شرکت د تدارکاتو رییس ښاغلي سردارولي عثماني او نورو غړو ګډون کړی و.
غونډه د مبارک قران په ایاتونو پیل شوه؛ ورپسې د بهرنیو مرستو ښاغلي رییس په خپلو عالمانه ویناوو سره د پلټنې عالي ادارې کاري چوکاټ، سل کلنه تاریخچه، د پلټنې او پلټونکو مسولیتو، مکلفیتونه او ګټې ګډونوالو ته بیان کړې. نوموړي زیاته کړه: پلټنه په اسلامي کې د فساد په له منځه وړلو کې یو اسلامي دی، له همدې امله په افغانستان کې د پلټنې یوازینی ادرس( د پلټنې عالي اداره) په دې هڅه کې ده چې په ادارو کې د فساد مخنیوي لپاره هر ډول اغیزمن ګامونه پورته کړي.
د غونډې په دوام ښاغلي حمیدالله فقیري خبرې وکړې او د پلټنې پروسه یې د عامه شتمنیو د ساتنې لپاره مهمه وبلله او د غونډې موخه یې د نویو کارکونکو لپاره د پلټنې په اړه د معلوماتو ورکول وبلل.
ښاغلي نثار احمد ثبات بیا له ۱۳۹۵ ــ ۱۳۹۹ کال پورې د پلټنې د موندنو په عملي کېدا خبرې وکړې او له مسولینو یې وغوښتل چې د چارو د لا ښه کېدا لپاه دې تېرې موندنې په خپلې ادارې عملي کړي، د نوموړي په خبره که موندنې عملي نشي نو د پلټونکو ایستلی زحمت به وړیا په اوبو لاهو شي.
په پای کې د یادې ادارې رییس ښاغلي نعمت الله د پلټنې د پیل لپاره د تیارۍ خبره وکړه او د پلټنې د عملي کېدا او له پلټونکو سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.