د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ریاست الوزرا د چارو په اداره کې د خپلې ارزونې پایغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي د پنشنبې په ورځ د ۱۴۰۱ د میران د میاشتې په ۷ چې د ۱۴۴۴ ربیع الاول میاشتې له دریمې سره برابره وه د پلټڼې پایغونډه د چارو په ادره کې جوړه کړه.
په دې غونډه کې د حکومتولي د پلټڼې سکټور او پلټنې عالي ادارې د قانون حاکمیت ریس ښاغلي محمدنسیم سحر،د حکومتولي دپلټنې سکټورامر ښاغلي سهراب وردګ، د دې ادارې د بیاارزونې د ټیم غړو او د چارو ادارې ارشد سلاکار ښاغلي صداقت الله صادق، مالي او اداري رییس ښاغلي سلیم الرحمن هشام او مالي او اداري مرستیال ښاغلي ناصري ګډون کړی و
په پیل کې مسولینو د عامه سکټور د اصلاح ،روڼتیا، حساب ورکونې، ځواب ورکونې، او عامه بنسټونو په برخه کې د پلټنې په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې، د غونډې په دوام د پلټنې ټیم د خپلو موندنو په اړه له اړوندو مسولینو سره خبرې وکړې، او د خپل کار د لنډیز یوه لیکلې کاپي یې د چارو ادارې مالي او اداري مرستیال ښآغلي عبدالسلام حقاني ته وسپارله، د چارو ادارې له مسولینو وغوښتل شو چې د راټولو شویو معلوماتو په اړه دې په ټاکل شوي وخت کې خپل نظریات او نقدونه له دوی سره شریک کړي.
په غونډه کې د پلټنې عالي ادارې د مسولینو له لوري د حقوقو د طرزالعمل او تر پلټنې لاندې ادارو د مکلفیتونو په اړه او همدارنګه د پلټې د موندونو او معلوماتو په اړه اعتراضونو ته رسیدو په څرنګوالي او ټاکلي وخت هم ګډونوالو ته اړین معلومات وړاندې شو.
په ورپسې عبدالسلام حقاني د چارو ادارې مالي او اداري مرستیال خبرې وکړي، او له ورغلي ټیم یې د مننې او کوروداني تر څنګ د دوی چارې د روڼتیا، حساب ورکونې او د فساد د له منځه وړلو په برخه کې ګټورې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د چارو اداره د ترسره شوې بیا ارزونې او پلټنې پایلو ته د قدر په سترګه ګوري او د وړاندیزونو د پلي کولو لپاره به جدي ګامونه واخلي.
د غونډې په جریان کې د چارو ادارې ارشد سلاکال صادق الله صادق هم خبرې وکړې، او د پلټنې د ارزښت او مهموالي په اړه یې د مسولینو پوښتنو ته د ځواب ویلو په برخه کې یاده وکړه چې د پلټڼې په عالي اداره کې د هېواد په کچه علمي کادرونه، مسلکي او په کار پوره اشخاصو ته ځای ورکړل شوی، نوموړي له مسولینو وغوښتل چې ددې کادرونو څخه د کار اخیستلو او ساتلو لپاره یې باید سملاسي ګامونه پورته شي.