د پلټنې عالي ادارې پلاوي د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د اکاډمۍ له عمومي قومندانۍ سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه
۱۴۰۱/۸/۲۲
د پلټنې عالي ادارې د ټاکل شوي پلان له مخې؛ ددې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي نورحیدر صدر، د دفاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب سکټور رییس ښاغلي صدیق الله عزیزي د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د اکاډمۍ له عمومي قومندانۍ رییس ښاغلۍ پاسوال شیخ مولوي محمدنظر شینواري سره د پلټنې د همغږۍ غونډه جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې ښاغلي مولوي نورحیدر صدر د پلټنې عالي ادارې په سل کلن تاریخ، د پلتنې په ډولونو، صلاحیتونو معلومات ورکړل او زیاته یې کړه د پلټنې عالي اداره د محاسباتو دیوان، د سنجش دیوان، د کنټرول ادارې،د بررسې عالي اداره او د کنټرول او تفتیش ادارې په نومونو نومول شوې، همدارنګه یاده اداره په خپله ټوله کاري دوره کې مستقله او بې طرفه وه، ښاغلي صدر د رییس الوزار د حکم د صادریدو په اړه یادونه وکړه زیاته یې کړه د پلټنې عالي ادارې پلټونکي د صلاحیت نامې په اساس ددې ادارې له لوري استول کیږي چې د قوانینو او مقرراتو سره سم پلټنه کوي.
د غونډې په دوام ښاغلي پاسوال شیخ مولوي محمد نظرپه ادارو کې د پلټنې پروسه د اصلاح کولو لپاره ګټوره وبلله زیاته یې کړه: پلتونکي د اصلاح لپاره ادارو ته ورځی، هغوی په دندو ګومارل کیږي چې کمي، ستونزې، نیمګړتیاوې که په ادارو کې شتون ولري د هغوی د له منځه وړلو لپاره همکاري وکړي، نوموړي په یاد بنسټ کې د پلټنې پروسې په اجرا کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او له مسولینو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.