د پلټنې عالي ادارې کارکونکو د کرونا واکسین تقویتي ډوز ترلاسه کړ
د عامې روغتیا وزارت له لوري یو رغتیایي ټیم نن د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۲۴ د پلټنې عالي ادارې ځینو کارکونکو ته د کرونا واکسین تقویتي ډوز تطبیق کړ.
د پلټنې عالي ادارې د نرسنګ مدیر ښاغلي عبدالسلام رسولي د عامې روغتیا وزارت ټیم راتګ د پلټنې عالي ادارې کارکونکو ته د کرونا د تقویتي ډوز رسول وبلل، تر څو د دې ادارې د کارکونکو او ټولنې په منځ کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي.