د پلټنې عالي ادارې کارکونکو لپاره پر اساسي قانون د څارنې خپلواک کمېسیون له لوري دپوهاوي یو ورځینی سیمینار

sao-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۲ - ۱۱:۱۱
SAO

دا سیمینار چې د" دافغانستان په اساسي قانون کې داتباعو دحقونو په اړه خبرې " تر نامه لاندې د روان لمریز کال دسلواغې په ۲۱نیټه دپلټنې عالي ادارې په تالار کې په لاره اچول شوی وه.

په پیل کې محمد ظریف علم استانکزی د مرکزي بودجوی ادارو دپلټنې رئیس: د اساسي قانون د څار خپلواک کمېسیون مسولینوته چې دې ادارې ته راغلي وه هرکلي ووایه او پدې سیمنیار کې ددوي دګدون څخه یې مننه وکړه او وویل: پرته له شکه دقانون څخه دناپوهي په صورت کې نشو کولی له خپلو حقونو څخه دفاع وکړو او یا خپل حق وپیژنو ،کوم مسئولیتونه چې کمیسون ته ورکړل شوی  دعامه پوهاوي برخه یې له عمده او اساسي مواردو څخه دي.

ښاغلی ستانکزی زیاته کړه : د نن ورځې د اجندا بحث، داساسي قانون دوهم فصل چې د اتباعو اساسي حقوق او وجایب دي او پدې برخه کې دافغانستان داتباعو دحقوقو په اړه بحث شوی ،که چیرې په سمه توګه تطبیق شي پرته له شکه په ټولنه کې عدالت ټنګښت مومي .

 دمرکزي بودجوی ادارو دپلټنې رئیس وویل : داساسي قانون په (۲۲) ماده کې دافغانستان داتباعو تر مینځ یې مساوات بیان کړي ،دافغانستان داتباعو ترمینځ هر راز تبعیض او امتیاز منع ده . دافغانستان اتباع ښځې او نارینه دقانون په وړاندې مساوي حقوق او وجایب لري .

همدارنګه ستانکزي زیاته کړه : په اساسي قانون کې دشکنجې اجازه نشته حتی که دحقایقو دکشف په منظور هم وي.

ورپسې داکتر عبدالرووف هروی داساسي قانون پرتطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون غړي داساسي قانون صیانت او داساسي قانون داحکامو محافظت یې ددې کمیسون دنده وبلله اوزیاته یې کړه: په اساسي قانون کې ډیر بنسټیزه او مهم مسایل را نغاړل شوي دي، او د درې واړو قواو تفکیک په څرګنده توګه پکښې بیان شوی ده.

ښاغلی هروی وویل : هیڅ اعمال نباید داساسي قانون خلاف تر سره شي او هیڅ قانون نباید داساسي قانون سره په ټکر کې واوسي. داساسي قانون دتطبیق څخه دڅارنې کمیسیون 7 غړي لري چې دنده یې ددولت په درې واړه ارګانونو کې داساسي قانون حفاظت او صیانت ده. هر قانون دتعدیل وړ ده ؛ حتی اساسی قانون هم لدې امر څخه مستثنی نده ، چې تعدیلې دلویې جرګې په ترسره کولو کې صورت نیسي.

پدې لړ کې محمد ضیاء فرهمند دافغانستان داساسي قانون پرتطبق دڅارخپلواک کمیسون داړیکو او عامه پوهاوي دیپارتمنت رئیس داساسي قانون په اړه خبرې وکړې اوویل : کله چې دملګرو ملتونو ټولنه مینځ ته راغله پدې ټولنه کې دغړیتوب دوه شرطونه وه یو دخپواکۍ او آزادي لرل، دوهم شرط داساسي قانون لرل وه. ددوهمې نړیوالې جګړې ورسته دنړۍ ډیر نوي هیوادونه ، مینځ ته راغلل او په رسمیت وپیژندل شول دخپل نظام نوعیت یې جوړ کړ چې یوه موضوع یې داساسي قانون جوړول وه .

زموږ داساسي قانون یو له ځانګړتیاو څخه داده چې موضوعات تعریفوي. دبیلګې په توګه داساسي قانون (۳۰) ماده دجرم اقرار تعریفوي داساسي قانون71 ماده حکومت تعریفوي ، داساسي قانون دوهم فصل داتباعو آزادي ،اندیشه او خبرې بیانوي.

ښاغلي فرهمند وویل: په افغانستان کې دبیان آزادي له هر ډول تیري څخه خوندي ده او دمسکن حرمت په قانون کې په عالي توګه تر پاملرنې لاندې نیول شوی ده. هیڅ څوک ددولت په ګډون نشي کولی داستوګن له اجازې یا د واکمنې محکمې له قرار پرته او بې له هغو حالاتو او لارو چې په قانون کې ښودل شوي، دچا کورته ورننوزي یایې وپلټي.

لطف‌الله رحیمی  داساسي قانون څخه  دپوهاوي اړیکو ددیپارتمنت متخصص وویل: له حقوقي پلوه دخلکو دپوهاوي لوړول دداسې برنامو له لارې  ، په ټولنه کې  دجرمونو کچه  راټیټوي او له بل پلوه دقانون ماتونې ،بیکارۍ اوفقرپروړاندې دمبارزې روحیه رامینځته کوي .

په آخر کې مختار آغا سیدی دپلټنې عالي ادارې د داخلي کنترول او کیفیت رئیس وویل: دپلټنې عالي ادارې کارکونکي دې دافغانستان له ساسي قانون څخه چې دقوانینو مور ده پوهاوي تر لاسه کړي ،چې ننی سیمینار په همدې موخه دپلټنې په عالي اداره کې په لاره اچول شوی ده ، اوددې سیمینار له پرانیستونکو څخه یې مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS