د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې د ټاکلي پلان له مخې، د دې ادارې ګمارل شوي پلاوي، چې مشري یې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی خان راهب کوله، د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د عوایدو راټولولو سیستم(اسیکوډا) د پلټلو په موخه د ماليې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال ښاغلي ملا محمد ناصر سره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب پر ۲۰ نېټه پرانیسته غونډه جوړه کړه.
په دغه ناسته کې د پلټنې عالي ادارې مسوولینو د پلټنې عالي ادارې په فعالیتونو، د پلټونکو پر مسوولیتونو او تر پلټنې لاندې ادارو پر مکلفیتونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینیت مسوولینو پلټنه په ادارو کې د سمون راوستو او د نیمګړتیاوو له منځه وړلو لپاره اړینه وبلله او په دې برخه کې یې له ګمارل شوي پلاوي سره د خپلې همکارۍ ژمنه وکړه.