د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د ځمکو او ښار جوړولو وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ - ۹:۵
34e

د پلټنې عالي ادارو د نړیوالو معیارونو سره سم؛ د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر کوله، ورسره د عامه پروژو رییس ښاغلي انجینر سیدمنان سهار او د پلټنې ټیم ګډون درلود، د ١٤٤٤ هـ ق کال د رجب المرجب په ١٠ نېټه، د ځمکو او ښارجوړولو وزیر ښاغلي حمدالله نعماني او ددې وزارت له نورو مسوولینو سره وکتل.
د غونډې په پیل کې ښاغلي مولوي محمدغازي جریر د یاد وزارت له مسولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او زیاته یې کړه: د پلټنې اساسي موخه په عامه سکټور کې د روڼتیا رامنځته کول دي، چې دا امر د دواړو لوریو همکارۍ پورې اړه لري، ښاغلي مولوي جریر همداراز د پلټونکو کار په ادارو کې د دوسیو جوړول نه؛ بلکې یو مسولیت وباله، چې د باصلاحیت چارواکو له لوري ورسپارل کېږي او په ښه شکل به یې پای ته رسوي.
د غونډې په اوږدو کې د پلټنې عالي ادارې د مسوولینو له لوري د پلټنې د موندنو د راپور مسودې یوه کاپي د یاد وزارت مسوولینو ته وسپارل شوه، څو یې مطالعه او د پوښتنې یا نظر څرګندولو په صورت کې د پلټنې عالي ادارې له مسولینو د روڼتیا غوښتنه وکړي.

3456

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS