د پلټنې عالي ادارې ګومارل شوي پلاوي، د افغانستان د اوبو رسولو او کانالیزسیون ښاري شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۷ - ۱۵:۱۸
43

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري، د پوهنې روغتیا او کلتور د پلټنې برخې امر ښاغلي مولوي صبیح الدین او نورو غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان په ۵ نېټه د اوبو رسولو او کانالیزسیون ښاري شرکت له رییس ښاغلي نعمت الله احمدي او د دې شرکت له نورو مسوولینو سره په دې شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې ښاغلي مولوي صبیح الدین د پلټنې په څرنګوالي، صلاحیتونو، مسوولیتونو  او د تر پلټنې لاندې ادارې پر مکلفیتونو خبرې وکړې او د پلټنې په اړه یې د اسلام مبارک دین په رڼا کې معلومات وړاندې کړل، ورپسې ښاغلي حمیدالله فقیري پلټنه په ادارو کې د ستونزو، نیمګړتیاوو او غلطیو مخنیوی او د سمولو بهیر وباله او د یاد بنسټ له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې ښاغلي نعمت الله احمدي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او له پلټونکو سره یې د پلټنې په بهیر کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

32435

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS