د پلټنې ګمارل شوي پلاوي، د کابل ښاروالي په اتمې، اتلسمې او نوولسمې ناحيې کې د پلټنې پای غونډې جوړې کړې
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین او ورسره د پلټنې ګمارل شوي پلاوي غړو په ګډون، د کابل ښاروالي د اتمې ناحیې له رییس ښاغلي مولوي عبدالحی حکیمي، د اتلسمې ناحیې له سرپرست ښاغلي محمدهارون نیازي او د نوولسمې ناحیې رییس الحاج مولوي عبدالغفور فاتح او دیادو ناحیو له نورو مسوولینو سره په جلا جلا ناستو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان په ۱۴ نېټه ولیدل.
په یادو ناستو کې د پلټنې عالي ادارې مسوولینو د یادو ناحیو له مشرتابه د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ او په وخت د اسنادو وړاندې کولو له امله مننه وکړه، او د پلټنې د موندنو او د راپور د مسودې په اړه يې د ناحيو له مسوولينو سره خبرې اترې وکړې، په پای کې د راپور د مسودې یوه ـ یوه کاپي د ناحیې له مسوولینو سره د هغوی د نظر وړاندې کولو لپاره شریکه شوه.