د پلټڼې عالي ادارې د څارنې پلاوي؛ د کندهار ولایت د ارزونې له سیمه ایئزوادارو ليدنه وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۱۲:۳۲
54f

د پلټنې عالي ادارې د څارنې پلاوي؛ د شنبې ورځ د ۱۴۰۱ هـ ش کال د میزان په دوهمه، چې د ۱۴۴۴ هـ ق کال د صفر میاشتې له ۲۸ سره برابره وه، د پلټنې عالي ادارې له لوري د کندهار ولایت سیمه ایئزو ادارو لپاره ټاکل شوي پلاوي، د پلټنې له جریانه لیدنه وکړه.

د پلټنې عالي ادارې د څارنې پلاوي چې پکې حقوقي سلاکار ښاغلي نورحیدر صدر، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت د پلټنې رییس ښاغلي محمد نسیم سحر ، د موندنو او راپورنو د څار رییس ښاغلي نثاراحمد ثبات، د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمر ښاغلي مفتی عزیزالرحمن حقاني، او د پلټنې ټاکل شوي پلاوي ګډون درلود، په کندهار ولایت کې په بیلابیلو لېدنو کې د کندهار مرستیال والي ښاغلي الحاج مولوي حیات الله مبارک، مستوفي ښاغلي شیخ حکمت الله حکمت، ښاروال ښاغلي حاجي نعمت الله، د عدلیې رییس ښاغلي مولوي نوراغا، د بهرنیو اړیکو رییس ښاغلي مولوي عبدالشکور حقاني، د کرنې او مالساتنې رییس ښاغلي مولوي محمود مظلوم، د دې ولایت د ګمرک رییس ښاغلي مولوي محمد حمید احمدي سره وکتل.

په دې لیدنه کې ښاغلي نورحیدر صدر د کندهار مرستیال والي او نورو مسولینو سره له پېژندنې، ښه راغلاست او هرکلي وروسته؛ د پلټنې د تاریخي دورې، موخو، دندو، مسولیتونو او د روڼوالي په رامنځته کولو، حساب ورکونې او حساب اخیستنې، د عامه سکټور د اصلاح او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې، د پلټنې عالي ادارې د ونډې په اړه؛ د کندهار ولایت د سیمه ایئزو ادارو مسولینو ته معلومات ورکړل، او زیاته یې کړه چې د پلټنې عالي ادارې ارزونې په خپلواک ډول، د داخلي قوانینو او مقرارتو په پام کې نیولو سره او د پلټنې د نړیوالو معیارونو(INTOSAI) سره ترسره کیږي، چې اساسي موخه یې د اصلاحي او ښوونیزو وړاندیرونو له لارې د عامه ادارو اصلاح، او د عامه سکتور د اجرائتو په برخه کې د نیمګړتیاو له منځه وړل دي.

ښاغلي صدر د پلټنې عالي ادارې اټکل شویو موخو ته د رسېدو په پار له اړوندو مسولینو وغوښتل، چې د پلټنې د پروسې په وخت کې، د اړینو اسنادو او معلوماتو د وړاندې کولو او نورو لازمو اسانتیاوو برابرولو کې د پلټنې عالي ادارې له پلاوي سره همکاري وکړي.

په ورستیو کې مرستیال والي او د کندهار ولایت نورو مسولینو کندهار ته د پلټنې پلاوي له راتګ خوښي وښوده، او زیاته یې کړه د پلټنې عالي اداره یواځینۍ بنسټ دی، چې د اسلامي امارت په جوړښت کې د ادارو له لوري د عامه شتمنیو د سم مصرف څخه پلټنه کوي. د یاد ولایت مسولینو د پلټنې عالي ادارې له پلاوي سره د اسنادو او معلوماتو په شریکولو او نورو برخو کې له خپل تیاري ډاډ ورکړ.

23get53rf

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS