د ښاریانو د ګډون چاروته د رسیدنې کمیټې غونډه

sao-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۴:۵۶
sao

نن دوشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري د میاشتې ۲۰ نیټه، د ښاریانو د ګډون چارو ته د رسیدنې کمیټې مرستیال او حقوقي سلاکار محمد نسیم سحر؛ په مشرۍ او د کمیټې د غړو په ګډون ددې ادارې د غونډو په تالار کې د ښاریانو د ګډون چاروته د رسيدنې کمیټې غونډه ترسره شوه.
په پیل کې دښاریانو د ګډون چاروته د رسیدنې کمیټې مشر او د کمیټې غړو د پلټنې په بهیر کې د ښاریانو د ګډون میکانیزم او د ګډو پلټنو د ترسره کولو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
ورپسې ښاغلي محمد نسیم سحر، د غونډي د اجندا په لومړۍ برخه چې د ښاریانو د ګډون استراتیژۍ مسودې وروستي کیدل پکښې شامل وه، په اړه یې څرګندونې وکړې د کمیټې غړو هریوه خپل وړاندیزونه او څرګندونې د غونډې له ګډون والو سره شریکې کړې دا وړاندیزونه او نظرونه د غونډې د مشر له لوري راټول او جمع بندي شول.
ورپسې د اجندا په دوهمه برخه چې د ښاریانو شکایتونه پکښې شامل وه، د غونډې د مشر له لوري وړاندې شول، د غونډې ګډونوالو د شکایتونو په اړه څرګندونې وکړې په پای کې شکایتونو ته د رسیدنې په موخه اړونده برخو ته هراړخیز هدایات ورکړل شول.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS