د ښاریانو د ګډون چارو ته د رسیدنې کمېټې غونډه تر سره شوه

sao-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۷:۴۸
sao

د ښاریانو د ګډون چارو ته د رسیدنې کمیټې غونډه د چهار شنبې په ورځ د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ په ۵ نېټه د ښاغلي فضل هادي فضل د مالي او تقنیني سندونو د رعایت پلټنو مرستیال په مشرۍ او د دې کميټې رئیس او غړو په ګډون د پلټنې عالي ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په پیل کې غونډه د قرآن عظیم الشان په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ښاریانو چارو ته د رسیدنې کمیټې رئیس د غونډې کډونوالو ته هرکلی ووايه او د ښاریانو شکایتونو ته د رسیدنې په ارزښت او د مشارکتي پلټنو د اهمیت په اړه یې وینا وکړه.

sao

د اجنډا له مخې د ښاریانو د ګډون چارو ته د رسیدنې کمیټې د تیرو غونډو د فیصلو د تطبیق په اړه راپور وړاندې شو، او ورپسې د کمېټې غړو د ښاریانو د شکایتونو د خپرولو د څرنګوالي، د موندل شویو شکایتونو باندې بحث، شکایتونو ته د رسېدنې څرنګوالي او د ښاریانو د ګډون د استراتېژۍ مسوده چې د اجنډا موضوعګانې وې،خبرې پرې وکړې او د غونډې ګډونوالو په خپل نوبت سره خپل وړاندیزونه او نظرونه د یادې موضوع په اړه وړاندې کړل او پدې اړه لازم هوډونه ونیول شول.

په پاي کې اړونده برخو ته هدایت ورکړل شو، تر څو د کمیټې د پرېکړې له مخې په ټاکلي وخت کې کړنې تر سره کړي.

sao

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS