د ښاریانو لپاره د عوایدو د پلټنې راپور
ښاریان د پلټنې عالي ادارې د ګټه لرونکو ( ذینفعانو) یوه مهمه برخه جوړوي، د پلټنې عالي ادارې مشرتابه د ښاریانو لپاره معلوماتو او اطلاعاتو ته دلاسرسي، اغیزمنې او ګټورې کړنې تر سره کړي دي، چې کولی شو، د مشارکتي اوګډو پلټنو په پروسه کې دښاریانو ګډون او په یو ځانګړي فارمټ کې د ښاریانو لپاره د پلټنې راپور تر سرلیک لاندې د پلټنې د راپورونو خپرولو ته اشاره وکړو .
دښاریانو لپاره د پلټنې راپورونه په ساده، روانه او عام فهمه ژبه، ترتیب شوي او د ټولیزو رسنیو له لارې د ښاریانو د پوهاوي او لوستلو په موخه خپریږي .
خپور شوی راپور د لاندې لینک له لارې دلاسرسۍ وړ ده .