د کابل ښاروالي په څلورمه ناحیه کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
۱۴۰۱/۸/۳۰
د پلټنې عالي ادارې د اصولو او د پلټنې د نړیوالو سازمانونو د معیارونو سره سم؛ د پلټنې لاندې ادارو د پلټنې پروسې له ترسره کېدو سره سم، د پلټنې عالي ادارې مسولین په یاده اداره کې پایغونډه جوړوي، دا ځل د پلټنې عالي ادارې پلاوي د کابل ښاروالۍ په څلورمه ناحیه کې د ښاروالیو د پلتنې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین، د پلټنې پلاوي غړو او د څلورمې ناحیې رییس ښاغلي الحاج سید محمود هاشمي او نورو مسولینو په ګډون پایغونډه جوړه کړه.
غونډه د مبارک قران په سپیڅلو ایاتونو پیل شوه، ښاغلي حزب الله رښتین د کابل ښاروالي د څلورمې ناحیې له مسولینو د پلټنې په پروسه کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، چې په یاده پروسه کې یې د پلټونکو د استعلامونو په ځوابولو او ورسره د اسنادو په شریکولو کې خپل مسولیت په سم ډول ادا کړی دی، نوموړي زیاته کړه: د پلټنې عالي ادارې د ټاکل شوي پلاوي او د یادې ادارې د مسولینو په هر اړخیزې همکارۍ د پلټنې په پایله کې ستونزې، کمې او نیمګړتیاوې معلومې کړي او د حل لپاره به یې وړاندیزونه وړاندې کړي، له همدې لارې د پلټنې عالي اداره هڅه کوي چې ستونزې لرې او د هېواد د پرمختګ لپاره لار هواره کړي.
د غونډې په جریان کې د راپور د مسودې یوه کاپي د ټاکل شوي پلاوي له لوري مسولینو ته د نظر وړاندې کولو په پار وسپارل شوه.
په پای کې د څلورمې ناحیې مسول ښاغلي الحاج سیدمحمودهاشمې د پلټنې پروسه په ادارو کې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره مهمه وبلله، زیاته یې کړه: پلټنه په حقیقت کې یو اصل دی، د پلټنې عالي ادارې د نشتون په صورت کې د یوې ادارې ټولې چارې ښې پر مخ نشي تللی، نو د پلټنې عالي ادارې شتون د حساب ورکونې او پلټنې لپاره د نورو ادارو تر څنګ یوه اړتیا ده.