د کرنې مالداري او اوبو لګولو وزارت کې د عامه پروژو د پلټڼې پایغونډه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۴:۵۸
98

۱۴۰۱/۸/۱۷

د پلټنې عالي ادارې پایغونډه د کرنې مالساتنې او اوبو لګولو وزارت کې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین، د عامه پروژو د پلټنې رییس ښاغلي سیدمنان سهار، د پلټنې د ټیم د امر او غړو او له بل لوري مالي او حسابي رییس ښاغلي مولوي ضیاالدین واقف، د طبعي منابعو عمومي رییس ښاغلي مولوي عبدالله او نورو مسولینو په ګډون کې جوړه شوه.

غونډه د قران کریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې ښاغلي حزب الله رښتین د پلټڼې، د پلټنې د کړنو، د پلټنې د سل کلن تاریخ او په دې اداره کې د ټاکلو شویو پلټونکو د کړنو په اړه معلومات وړانړدې کړل، نوموړي زیاته کړه: د پلټنې ټیم په دې وزارت کې د هر اړخیزو همکاریو لپاره په دنده ګومارل شوی چې ستونزې، کمې او نیمګړتیاوې په نښه او د حل کولو لپاره یې اصلاحي طرحې وړاندې کړي.

د غونډې په دوام ښاغلي سیدمنان سهار زیاته کړه چې د عامه پروژو د پلټنې ټیم دوه میاشتې دلته حضور درلود، او د راپور د مسودې کاپي یې له یادې ادارې سره د نظر د وړاندې کولو لپاره شریکه کړې، که له مسولینو سره د پلټنې د موندنو په اړه کومې پوښتنې او ملاحظې موجودې وي، سره به یې شریکې کړو او بحث به پرې وکړو تر څو یو بل ته قناعت ورکړو.

22gt

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS