پلټنې عالي ادارې پلاوي، د ننګرهار له ولایتي مسوولینو سره د بهرنیو مرستو د پلټنې په موخه وکتل
د ریاست الوزرا مقام له هدایت سره سم، د پلټنې عالي ادارې پلاوی، چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر کوله، د ننګرهار ولایت له والي ښاغلي حاجي ملا محمد نعیم اخند سره، په دغه ولایت کې د بهرنیو مرستو د پلټنې په موخه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۳ نېټه وکتل.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د ښې حکومتولۍ، د مالي سېستم په پیاوړتیا او په عامه سکټور کې د بنسټيزو سمونونو راوستلو لپاره د پلټنې عالي ادارې په مسوولیتونو خبرې وکړې.
د ننګرهار والي ښاغلي حاجي ملا محمد نعیم اخند د ياد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په ریاست کې د پلټنې د پیل په اړه د خپلې تیارۍ او له پلټونکو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.