په بدخشان ولایت کې د پلټنې عالي ادارې ټیم خپله افتتاحې پرانیست غونډه ترسره کړه ۲۶/۶/۲۴۰۱
بدخشان ته د پلټنې عالي ادارې تللي پلاوي خپله افتتاحې غونډه د بدخشان والي مولوي عبدالغني فایق، ددې ولایت امنیې قومندان مولوي عبدالحق، د پوهنې رییس مولوي محراب الدین اقبال، د استخباراتو رییس مولوي نورالهدا ، د ښاروالۍ مالي امراسماعیل سامي په حضور کې جوړه شوه.
په پیل کې د بدخشان والي د ښه راغلاست وینا تر څنګ د پلټنې عالي ادارې له لوري تللی پلاوی ددې ولایت د پلټنې د برخې مسولینو ته وپېژنده، او زیاته یې کړه؛ چې له پلاوي سره به د پلټنې په پروسه کې جدي همکاري وکړي، ددې غونډې په دوام د پلاوي په استازیتوب مولوي شمس الله سعادت او صبورالله فاضلي د کاري ساحې، د پلټونکو د مکلفیتونو او اړوندو ادارتو، د پلټنې له موخې او د اجرا له اړتیا خبرې وکړي، او د مسولینو له شتون یې خوښي وښوده.