په برېښنا شرکت کې د پلټنې عالي ادارې پرانیست غونډه جوړه شوه 

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۱۵:۲۲
23

۱۴۰۱/۷/۳۰ 
د پلټنې پلاوي نن په برېښنا شرکت کې خپله پرانیست غونډه جوړه کړه، چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي عیسی خان راهب، د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري، د پلټنې د موندونو د څاراو راپور ورکونې رییس ښاغلي نثار احمد او د پلټنې ټیم غړو او د بریښنا شرکت له لوري ددې شرکت رییس ښاغلي ملاحنیف حمزه، د بریښنا شرکت عملیاتي رییس ښاغلي صفي الله احمدزي او نورو رییسانو پکې ګډون کړی و.
غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې ښاغلي مولوي عیسی خان راهب د پلټنې عالي ادارې او د پلټنې ارزښت او اهمیت په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل، او له مسولینو یې وغوښتل چې امیر المومنین د لارښونې سره سم دې د پلتنې په جریان کې له پلټونکو سره هر اړخیزه همکاري وکړي، او استعلامونو ته دې په وخت معلومات ورکړي.
ښاغلي حمیدالله فقیري بیا د پلټنې په موخو او د جریان په ښه والي،  روڼوالي او د پلټونکو د کار په اړه معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د افغانستان بریښنا شرکت رییس ملا حمزه په یاد شرکت کې د پلتنې په پروسې او د موندونو په عملي کېدا ژمنه وکړه او غونډه د خیر په دعا پای ته ورسیده.

3243

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS