په بهرنیو چارو وزارت کې د پلټنې د پیل لپاره د همغږۍ غونډه
۱۴۰۱/۸/۱۴
په ولایتونو او مرکز کابل کې د ادارو د ارزونې په لړ کې دا ځل د پلټنې عالي ادارې پتیلې، چې بهرنیو چارو وزارت کې د پلټنۍ لړۍ پیل کړي، پرون شنبه په همدې پار د پلټنې عالي ادارې پلاوي چې مشري یې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر کوله ورسره د پلتڼې عالي ادارې د عملکرد رییس ښاغلي نسیم سحر او نورو غړو هم ګډون درلود د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي رحمت الحق فضیل، حاجي محمد موسی مالي او اداري رییس، عبدالمقیم قرارد دفترریاست سرپرست، مولوي محمد شفیق د قونسلي چارو رییس او نورو غړو سره ولیدل.
د غونډې پیل د مبارک قران په مبارکو ایاتونو وشو ورپسې د غونډې پیل مولوي محمدغازي جریر په خپلو عالمانه ویناوو سره وکړ، چې د پلټنې پروسه یې په سم ډول ګډونوالو ته وپېژندله، مولوي محمدغازي جریر زیاته کړه: اسلامي امارت د پلټنې په ارزښت خبر دی او ورته ځانګړې پاملرنه کوي، د پلټنې عالي ادارې ځینې ولایتونه پلټلي او د مرکز کابل په ګډون په شلو هغو کې دا اوس د پلټنې پروسه جریان لري، د اسلامي امارت د ټولو ادارو او مسولینو یوازینۍ موخه د افغانستان جوړول دي، او په افغانستان کې پاتې افغانان ټول افغانستان ته ژمن دي د پلټڼې عالي اداره د مجاهدینو قربانیو او د افغانستان د ملي شتمنیو ساتلو ته ژمنه ده، مولوي محمدغازي جریر همداراز د بهرنیو چارو وزارت ته د پلاوي راتګ د پلټنې د پیل لپاره د مسولینو تیارول وبلل او غوښتنه یې وکړه چې په دې وزارت کې په دنده ګومارل شویو پلټونکو سره همکاري وکړي.
ورپسې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي رحمت الحق فضیل د ښاغلي مولوي محمدغازي جریر عالمانه وینا وستایله او په بهرنیو چارو وزارت کې له پلټونکو سره د هرراز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.