په بهرنیو چارو وزارت کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي پایغونډه جوړه کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۸:۱۹
dsd

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دې ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت د پلټنې رییس ښاغلي محمدنسیم سحر او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د 1444 هـ ق کال د شوال په 10 نېټه د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري رییس ښاغلي الحاج محمد موسی امیري او نورو غړو سره د پلټنې پای غونډه جوړه کړه.
په دې ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د بهرنیو چارو وزارت له مسوولینو څخه د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او د پلټنې د ترسراوي اصلي موخه یې خپلو چارو ته د مسوولینو پام اړول وبلل او د ستونزو او نیمګړتیاوو لپاره د سالمو سپارښتنو وړاندې کول یاد کړل.
د غونډې په دوام د راپور د مسودې یوه کاپي د بهرنیو چارو وزارت له مسوولینو سره د هغوی د نظر اخیستلو لپاره شریکه کړه، او د یاد لوري پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه وړاندې شول.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د پلټونکو له لوري د شوي ښه چلند له امله مننه وکړه او د سپارښتنو د عملي کولو ډاډ یې څرګند کړ.

gdsadffff

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS