په جوزجان ولایت کې د پلټنې ټیم خپله افتتاحې جلسه ترسره کړه
د پلټنې عالي ادارې لخوا موظف شوي ټیم په جوزجان ولایت کې په 22 د سنبلې ۱۴۰۱ مطابق د ۱۷/۰۲/۱۴۴۴ هجری قمری، خپله ابتدائی جلسه د جوزجان والي محترم قاری شعیب او نورو مسوولینو په حضور کې ترسره کړه.
جلسه د قرانکریم په تلاوت سره پیل، او وروسته بیا د پلټنې عالي ادارې د موظف ټیم آمر محترم مولوي فریدالله د ولایت په بعضې مراجعو کې د پلټنې په باره کې معلومات وړاندې کړل، چې ورپسی بیا د جوزجان محترم والي د پلټنې موظف شوي ټيم ته ښه راغلاست وویل او د هر راز همکاریو ډاډ يې ورکړ.