په دایکندي ولایت کې د پلټنې ټیم خپله افتتاحې جلسه ترسره کړه
د پلټنې عالي ادارې لخوا موظف شوي ټیم په دایکندي ولایت کې نن چهارشنبه ۱۷ صفر ۱۴۴۴ هجری قمری، خپله ابتدائی جلسه د دایکندي والي محترم حاجې عبید، د عامې روغتیا رئیس مولوي محمد قاسم، معاون سید اسحق حسیني، د زراعت رئیس مولوي شیر احمد رفیع، د معارف ریاست نماینده قاری پیرمحمد زاهدي، د امنیه قومندانۍ اداري معاون رحمت الله رحمتي، د مستوفیت مالي آمر عبدالحمید بینش او د عوایدو آمر یې صمیم الله سعیدي حضور درلود.
جلسه د قرانکریم په تلاوت پیل، او ورپسې د دایکندي ولایت محترم والي د پلټنې توظیف شوي ټیم ته ښه راغلاست وویل او ترڅنګ یې ټولو اړونده ادارو ته د پلټنې د ټیم سره په پوره همکارۍ تاکید وکړ. وروسته بیا د پلټنې د ټیم امر محمد اسماعیل حمیدي د پلټنې د کارونو په اړه ګډونوالو ته لنډ معلومات وړاندې کړه او هم يې د ګروپ نور غړي معرفي کړل. د غونډې په اخر کې د ولایت ټولو مسولینو د پلټنې ټیم ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ، او د مولوي شیراحمد رفیع په دعائیه سره ناسته پای ته ورسیده.