په عامې روغتیا وزارت کې د دولتي او خصوصي روغتونونو د چوپړونو وړاندې کولو پرانیستغونډه د پلي کونکو ټیمونو له لورې جوړه شوه
۱۴۰۱/۸/۴
د پلټنې عالي ادارې پرانیستغونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال ښاغلي مولوي حبیب الله اخوندزاده، د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د پلې کېدا او چاپیریال ساتنې رییس ښاغلي مولوي احمدشکیب ستاري، د پلټنې د ټیم امر ښاغلي مولوي صبیح الدین او نورو مسولینو په حضور کې د عامې روغتیا وزارت کې جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر په خصوصي او دولتي روغتونو کې د ارزونې په پروسې او د پلټنې لاندې ادارو کې د پلټنې له ټیمو سره په همکارۍ هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، نوموړي زیاته کړه: د پلټنې عالي اداره د اصلاح رامنځته کولو او له بنسټو سره د همکارۍ لپاره ارزونه کوي، چې اساسي موخه یې په عامه ادارو کې د اصلاحاتو رامنځته کول دي، نوموړي ټینګار وکړ چې د پلټڼې د موخو د عملي کېدا لپاره اړتیا ده چې د عامې روغتیا وزارت اړین اسناد او معلومات پلټونکو ته په وخت وسپاري، او د عامې روغتیا وزارت له لوړپوړه چارواکو دې وغوښتل شي چې په وخت استعلامونو ته ځواب ورکړي.
د پلي کېدا او چاپیریال ساتنې رییس احمدشکیب ستاري بیا له نورو پلټنو سره د پلي کېدا او چاپېریال ساتنې پلټنې په توپېرونو خبرې وکړې، زیاته یې کړه: د پلټنې عالي اداره تل هڅه کوي چې د پلټنو او ارزونو له لارې چې نور ارزښتونه جوړ کړي څو د عامه ادارې په خدمتونو کې اغیزمنتیا رامنځته شي.
د عامې روغتیا وزارت د چوپړونو د وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي حبیب الله اخوندزاده د پلټنې له ټیم سره د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ، او زیاته یې چې د یاد وزارت ټول کارکونکي به له پلټونکو سره ښه همکاران وي، او د اړتیا وړ اسنادو او معلومات په وړاندې کولو کې به ورسره مرسته وکړي، نوموړي همداراز وویل چې د عامې روغتیا وزارت به یو تن کارکونکی د پلټنې له ټیم سره د استازي په توګه وګماري چې د پلټنې په جریان کې د ټاکل شوي ټیم سره د ارزونې پروسې د ګړندیتوب په پار له نږدې کار وکړي.