په غور ولایت کې د پلټنې پلاوي د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
۱۴۰۱/۸/۱۸
د ۱۴۲ شمېرې حکم او۱۴۰۱/۶/۱۹ صلاحیتنامې په بنسټ د غور ولایت په محلي ادارو کې د پلټنې پلاوي چې پکې د پلټنې ګروپ امر قاري ضیالرحمن بدر، او د پلاوي غړو: ښاغلي شفیق الله ملکزاد، ښاغلي محمدضیا میرزایي، ښاغلي حکمت الله دراني له ۵۵ کاري ورځو د قوانینو او مقرراتو پلټنې په لړ کې د یاد ولایت امنیه قومندانۍ، پوهنې ریاست او ددې ولایت د کرنې ریاست د پلان سره سم په ټاکل وخت کې وپلټل او پایغونډه یې جوړه کړه.
یاد پلاوي له خپلې کاري دورې بشپړولو وروسته په یادو ادارو کې پایغونډه جوړه او د پلټنې د راپور مسوده یې مسولینو ته وسپارله څو له لوستلو وروسته یې پوښتنې او نظرونه له دوی سره شریک کړي چې ورته مسلکي او تخنیکي ځوابونه او قناعت ورکړي.