په مراجعو (بنسټونو) کې دپلټنې عالي ادارې دموندنو دتحقق او دتطبیق دڅرنګوالی غونډه جوړه شوه

sao-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۶:۳۷
sao

هغه غونډه چې دقانون دحاکمیت او حکومتوالۍ عالي شورا او دفساد پروړاندې دمبارزې د 1398/11/7 نیټې (۶) شمیرې مصوبې دهدایت پر بنسټ د ښاغلي فضل هادي فضل دپلټنې عالي ادارې د مالي او تقنیني سندونو د رعایت پلټنو مرستیال پر مشرۍ چې پکښې ښاغلی عبدالمحمد تره کی، دپلټنې دموندنو د تعقیبولو او راپور ورکونې رئیس ، ښاغلی مختارآغا سیدی، دکورنۍ پلټنې او اطمینان کیفیت رئیس اودټولو دولتي وزارتونو او ادارو دکورنۍ پلټنې رئیسانو ګډون درلود، دیکشنبې په ورځ د ۱۳۹۹لمریز کال دمرغومې په ۷نیټه ، دپلټنې عالي ادارې دغونډو په تالار کې تر سره شوه.

sao

غونډه دقرآن عظیم آلشان په مبارکو آیاتونو پیل او دپلټنې عالي ادارې مشرتابه د وزارتونو او ادارو ټولو دکورنۍ پلټنې رئیسانو او پلټونکو ته هرکلی ووایه، ورپسې داجندا له مخې هغه موارد و باندې لکه؛ د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا او د فساد پروړاندې دمبارزې د۶ شمیرې مصوبې تطبیق، دپلټنې عالي ادارې دموندنو دتحقق اودتطبیق څرنګوالی ، د تطبیقي پلان ترتیب ، دموندنوتطبیق په اړه، دپلټنې دموندنو دتعقیبولو او راپور ورکولو ریاست سره دهمغږۍ څرنګوالی ، دپلټنې دکلني پلان ترتیب ، دموندنو په اړه دمراجعو اعتراضونو (نیوکو) ته درسیدنې څرنګوالی او دراپور پرمسوده باندې هراړخیزې خبرې وشوې.

ښاغلي فضل هادي فضل، د مالي او تقنیني سندونو د رعایت پلټنو مرستیال وویل: زموږ غوښتنه داده چې وزارتونه او ادارې دپلټنې عالي ادارې سپارښتنې تطبیق کړي ،تر څو چارې په سمه توګه پرمخ لاړې شي او پدې برخه کې لازمه همکارۍ تر سره شي.sao

همدارنګه دپلټنې د موندنو دتطبیق په اړه د ادارو ستونزې اوننګونې واوریدل شوې او دپلټنې عالي ادارې د هیواد دنافذه قوانینو او د پلټنې د نړیوالو معیارونو ( انتوسای) له مخې یادو بنسټونو ته دهمکاریو ژمنه وکړه.

دغونډې په پای کې دکورنۍ پلټنې رئیسانو دداسې غونډو جوړولو څخه خوښي څرګنده کړ ه او هغه یې دموخو دتحقق په برخه کې ګټورې وبللې او هیله څرګنده کړه چې تر څو په راتلونکې کې هم داسې غونډې تر سره شي.

sao

دیادونې وړ ده چې مخکې له دې څخه دپلټنې عالي ادارې دپلټنې دموندنو راپور د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړی وه، چې د جمهوري ریاست عالي مقام دکتنې او ملاحظې ورسته یې، هدایت صادر کړ تر څو ټولې ادارې باید دپلټنې دموندنو دتطبیق په اړه یواصلاحي ، اجرایوي او تطبیقي پلان ترتیب کړي چې له مخې وکولی شي له ۱۳۹۴کال څخه تر ۱۳۹۷کاله پورې د پلټنې موندنې تطبیق کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۲۹
Background image

پلټنې عالي اداره کې د قرانکریم د ژباړې د ختم پروګرام پای ته ورسید 

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله او ریاست الوزرا د پریکړې پر بنسټ او د دعوت ارشاد عمومي ریاست له لارښوونو سره سم او د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۲۱:۰
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته درې ورځینی اصلاحي سيمینار جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ پلاوي د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک د ۳ نېټې او ۲۶ شمېرې مصوبې د پریکړې پر بنسټ د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د وړتیا لوړونې په پار درې ورځینی. . .

BACK TO NEWS