په کندهار ولایت کې د پلټنې پلاوي له اړوندو مسولینو سره د پلټنې پایغونډه جوړه کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۱:۴۸
34

۱۴۰۱/۹/۵
د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي، په کندهار ولایت کې د عدلیې، بهرنیو چارو، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو او کندهار ښآروالۍ کې د تېرو مالي کلونو بودیجوي چارې وپلټلې او د چارو له بشپړیدو سره یې له اړوندو مسولینو سره پایغونډه جوړه کړه.
په یاده غونډه کې، د پلټنې پلاوي د پلټل شویو ادارو له مسولینو د هغوی د همکارۍ له امله مننه وکړه، او د عامې ادارې په ښه والي، فساد مخنیوي او اصلاحاتو راوړلو کې د پلټنې چاره مهمه وبلله، پلاوي د غونډې په جریان کې د اړوندو ریاستونو له مسولینو سره د پلټنې د راپور مسوده د هغوی د نظر څرګندولو لپاره شریکه کړه.
د غونډې په دوام؛ د کندهار د ولایتي ادارو مسولینو، د کاري دورې په دوام کې د پلټونکو له چلند مننه وکړه، او د پلټنې د موندنو او اصلاحي وړاندیزونو د پلي کېدا ژمنه یې وکړه.

3254

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۲۹
Background image

پلټنې عالي اداره کې د قرانکریم د ژباړې د ختم پروګرام پای ته ورسید 

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله او ریاست الوزرا د پریکړې پر بنسټ او د دعوت ارشاد عمومي ریاست له لارښوونو سره سم او د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

BACK TO NEWS