د ازموینو په ملي اداره کې د قوانینو او مقرراتو د پامنیوي غونډه جوړه شوه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ازموینو په ملي اداره کې د د ارزونې پایغونډه د ۱۴۰۱ هـ ش کال د میزان په ۲۰ د ۱۴۴۴ هـ ق کاله د ربیع الاول په ۱۵ جوړه شوه، پکې د د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د پوهنې، روغتیا او کلتور د برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي، د پوهنې، روغتیا او کلتور د برخې امر ښاغلي مولوي صبیح الدین او ازموینو ملي ادارې مالي او تخنیکي مرستیال مولوي ښاغلي رحیم الله حقاني، مالي رییس ښاغلي مسعود صمیم او د بشري منابعو امر ښاغلي نورالله نصرت ګډون کړی و.
غونډه د مبارک قران په سپېڅلو ایاتونو پیل شوه، ورپسې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي غازي، د یادې ادارې له هر اړخیزې همکارۍ مننه وکړه چې د پلټنې په جریان کې اسناد معلومات په وخت وړاندې کړل، په دوام یې ښاغلي عبدالاحد قیومي زیاته کړه: د پلټونکو ټولې موندنې د پلټنې عالي ادارې او د پلټنې د نړیوالو معیارونو سره سمې دي، قیومي د خپلو خبرو په جریان کې د ازموینو ملي ادارې مسولینو ته د عامه شتمنیو په ساتنه او پالنه کې د پلټنې په ارزښت خبرې وکړې، نوموړې مسولینو ته ډاډ ورکړ چې د پلټنې د راپور مسودې یوه کاپي به د خپل نظر د څرګندولو لپاره د ازموینو ملي ادارې ته وسپارل شي.
په پای کې د ازموینو ملي ادارې مسولینو په دې اداره کې د پلټونکو له چلند رضایت څرګند کړ.