د پوهنې وزارت له مسولینو سره د پلټنې عالي ادارې د همغږۍ غونډه
۱۴۰۱/۸/۱۵
په پوهنې وزارت کې د پلټنې جریان د پیل لپاره تېره ورځ د پلټنې عالي ادارې پلاوي چې پکې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي او د پوهنې له وزارته د ښوونې او روزنې مرستیال ښاغلي شیخ مولوي سخاسعید ګډون کړی و، د همغږۍ غونډه جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې د پلټنې عالي ادارې مسولینو د پلټنې د پروسې د همغږي، د پلټنې موخو، کړنو او په ادارو کې د پلټنې د جریان د موخو په اړه معلومات وړاندې کړل، او د پلټنې د موندو د تطبیق په اړه یې ټینګار وکړ.
په پای کې د پوهنې وزارت استازي د پلټنې د پروسې په ارزښت او په ادارو کې د یادې پروسې د اجرا له امله د فساد د مخنیوي په اړه خوښي وښوده، په یاد وزارت کې یې د یادې پروې په اجرا کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.