د پلټنې عالي ادارې رییسانو د کابل ښاروالۍ له مسولینو سره د پلټنې د همغږۍ غونډه ترسره کړه
۱۴۰۱/۸/۱۵
له کابل ښاروالۍ سره د پلټنې عالي ادارې د همغږۍ غونډه د حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین، د ځانګړې پلټنې( فورنزیک) رییس ښاغلي امین الله یونسي، د عملکرد پلټنې رییس ښاغلي احمدشکیب ستاري او د کابل ښاروال ښاغلي مولوي عبدالرشید، د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیال ښاغلي صدرالدین تاجک، د پلآن جوړونې سلاکار ښاغلي هلال او نورو مسولینو په ګډون جوړه شوه.
د غونډې پیل کې ښاغلي مولوي نورحیدر صدر د پلټنې د موخو، کړنو، د پلټنې عالي ادارې پالیسۍ په اړه او ادارو کې د پلټنې په ارزښت هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، ورپسې هر یو په خپل وار د پلټنې د ډولونو، ارزښت، د حکومتولۍ په پیاوړي کولو او فساد له منځه وړلو کې د پلټنې په ارزښت خبرې وکړې.
پای کې د کابل ښاروال ښاغلي مولوي عبدالرشید د پلټنې د پایلو د مسودې راپور په اړه وویل یاده اداره به خپلې ټولې ستونزې حل کړي او تل به د پلټنې عالي له پلټونکو سره د پلټنې په پروسه کې اوږه په اوږه همکاري وکړي.