د عامه پروژو د پلټڼې پایغونده د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت کې جوړه شوه
۱۴۰۱/۸/۱۸
د عامه پروژو د پلټنې پایغونډه د پلټنې عالي ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د عامه پروژو د پلټنې رییس ښاغلي سیدمنان سهار، د داخلي پلټنې او کیفیت د کنټرول رییس ښاغلي عبدالهادي امین، نورو غړو او ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر ښاغلي الحاج ملا حمیدالله اخوندزاده او ددې وزارت مالي او اداري مرستیال په شتون کې جوړه شوه.
غونډه د مبارک قران په سپیڅلو ایاتونو پیل شوه، ورپسې ښاغلي مولوي نورحیدر صدر د یاد وزارت له مسولینو په دې وزارت کې د پلټنې په پروسه کې له پلټونکو سره د کړې همکارۍ نه مننه وکړه او زیاته یې کړه: د پلټنې اصلي هدف له عامه پانګې ساتنه او پالنه ده، او په ادارو د ستونزو، نیمګړتیاوو او کمېو له پیدا کولو ورسته هغوی ته د اصلاحي وړاندیزونه وړاندې کول دي، نوموړي همداراز وویل د پلټنې دوه ډول غونډې جوړوي چې لومړۍ یې د پلټنې پرانیست غونډه او بله هغه یې پایغونډه وي.
د غونډې په دوام ښاغلي انجینیر سیمنان سهار وویل: د پلټنې ټیم ستاسو په اداره کې دوه میاشتې په دې موخه و، چې یاد وزارت کې ارزونه وکړي او له وړاندې یې د راپور مسوده له تاسو سره شریکه کړې، که مسولین یې په اړه پوښتنې ولري نو د نظرونو تبادله به ورسره وکړو.
په پای کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د پلټنې عالي ادارې له مقام نه په دې وزارت کې د ترسره شوې پلټنې په اړه مننه وکړه او یاده پروسه یې د چارو د سمون لپاره ګټوره وبلله.