د پلټنې عالي ادارې پلاوي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له چارواکو سره د همغږۍ ناسته وکړه
۱۴۰۱/۸/۱۹
د پلټنې عالي ادارې پلاوي په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کې د پلټنې پروسې د پیل لپاره د یاد وزارت له وزیر سره وکتل په دې لیدنه کې د پلټنې عالي ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي نورحیدر صدر، د دفاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب رییس او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې ښاغلي نورحیدر صدر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ته د پلټنې د ارزښت، موخو، دندو، د عامه ادارې په اصلاح کې د پلټنې په ارزښت او د فساد په مخنیوي کې د پلټنې په رول معلومات وړاندې کړل، ښاغلي نورحیدر صدر همداراز د پلټنې په جریان کې د پلټنې لاندې ادارې په مکلفیتونو هم خبرې وکړي.
په پای کې د مخابراتو او معلوماتۍ ټکنالوژۍ وزیر په دې اداره کې د پلټنې د پیل لپاره د هر اړخیزې تیارۍ خبره وکړه او ډاد یې ورکړ چې ددې وزارت ټول مسولین به د پلټنې پروسې په جریان کې له پلټونکو سره خپله همکاري وکړي.