د پلټنې عالي پلاوي د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له مسولینو سره د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
۱۴۰۱/۸/۲۲
د پلټنې عالي ادارې له کاري چوکاټ او د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکوله حکم سره سم، په مرکزي او ولایتي ادارو او بنسټونو کې د پلټنې پروسې په لړ کې د پلتنې عالي ادارې پلاوي چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي عیسی خان راهب، د پوهنې، کلتور او روغتیا پلټنې د برخې رییس وحیدالله پویا او د عامه پروژو د پلټنې برخې رییس ښاغلي سیدمنان سهار د ښارجوړولو او ځمکو وزارت وزیر ښاغلي مولوي حمدالله نعماني سره د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې ښاغلي عیسی خان راهب د پلټنې عالي ادارې له مسولینو سره د پلټنې په ارزښت، موخو، تر پلټنې لاندې ادارو په مکلفیتونو د پلټونکو په مسولیتونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، نوموړي د هېواد د ملي شتمنۍ څخه د سمې ساتنې او په ادارو کې د فساد د مخنیوي په برخه کې د پلټنې پروسې په ارزښت خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت وزیر مولوي حمد الله نعماني د پلټنې پروسه د عامه ادارې د اصلاح لپاره ګټور وبلله او د پلټنې عالي ادارې چارې یې وستایلي ښاغلي نعماني په یاد بنسټ کې د پیلټنې پروسې د پیل په اړه د تیاري او له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.