په کار او ټولینزو چارو وزارت کې د پلټنې ټاکل شوي ټیم خپله پایغونډه جوړه کړه
۱۴۰۱/۸۲۵
د پلټنې عالي ادارې د مشرتابه له هدایت او د پلټنې د نړیوالو سازمانون(انتوسای) د معیارونو سره سم د پلټنې په پای ته رسیدو سره د پلټل شویو وزارتونو او ادارو سره د پلټنې عالي ادارې مسولین پایغونډه جوړوي، دا ځل د پلټنې عالي ادارې مسولینو په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې خپله پایغونډه جوړه کړه، چې پکې د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستود پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، او د پلټنې ټیم غړو او د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد حقبین، مالي رییس ښاغلي خالد نوید او نورو مسولینو ګډون کړی و.
د غونډې پیل د قرانکریم په مبارکو ایاتونو وشو، ورپسې ښاغلي مولوي محمدغازي جریر د یاد وزارت له مسولینو د پلټنې په پروسه کې له پلټونکو سره د کړې همکارۍ مننه وکړه او یو ځل بیا یې د پلټنې په موخې چې په ادارو کې د فساد مخنیوی دی ټینګار وکړ، زیاته یې کړه پلټنه په اسلام کې یو اصل دی، په ادرو کې د پلټڼې پروسه د فساد د مخنیوي او پرمختګ سبب کیږي چې ورسره پرمختګ کولی شي، د خلکو غوښتنه هم داده چې په ادارو کې روڼتیا ښکاره شي.
په پای کې مولوي دین محمد حقبین په یاد وزارت کې د پلټنې له پلاوي او ټیم مننه وکړه، زیاته یې کړه: د پلټنې عالي اداره د افغانستان یوه مهمه اداره ده چې د کړنې یې په ادارو کې د اصلاح او د چارو د ښه والي سبب کیږي.