د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي؛ د کور او ښار جوړولو وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
۱۴۰۱/۹/۱۵ هـ ش، ۱۴۴۴/۵/۱۲ هـ ق
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کور او ښار جوړولو وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه، چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رئیس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین، د بنسټونو، اقتصاد او طبعي سرچینو رئیس ښاغلي وحیدالله پویا ، د کور او ښار جوړولو وزیر ښاغلي مولوي حمدالله نعماني او نورو مسؤولینو ګډون کړی و.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کور او ښار جوړولو وزارت له مسؤولینو، په دې بنسټ کې له پلټونکو سره د پلټنې په پروسه کې له کړې همکارۍ مننه وکړه، او پلټنه یې په ادارو کې د ستونزو، کمیو او نیمګړتیاوو د لرې کولو لپاره اړینه وبلله، د غونډې په اوږدو کې د پلټنې عالي ادارې د پلاوي غړو د موندونو پلټنه د کور او ښار جوړولو وزیر او مسؤولینو ته وروپېژندله.
په پای کې د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤولینو د پلټنې عالي ادارې پلټونکو سره د پلټنې د موندنو د پلي کولو ژمنه وکړه، او په دې برخه کې یې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.