د پلټنې عالي ادارې د سکټوري اسنادو د برخې مدیریتي سیستم پرانیستل شو
د پلټنې عالي ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ(IT) له لوري د پلټنې عالي ادارې سکټوري کارکونکو ته د اسنادو د مدیریت سیستم د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۱ هـ ش کال د لیندۍ په ۲۳ چې د ۱۴۴۴ ه ق کال د جمادي الاول له ۱۹ سره سمون خوري وپېژندل شو د دې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې کارپوه ښاغلي رحمت الله سعیدي ددې سیستم موخې د اسنادو د سیستم مدیریت،مکتوبونه،وړاندیزونه، اعتراضونه او همدارنګه یې د الکټرونیکي حکومتولۍ یو سیستم وباله او زیاته یې کړه: ددې سیستم پرانیسته د سرعت زیاتوالی، حساب ورکونې، روڼتیا، ډیجیټل کېدنه او د پلټنې عالي ادارې د ټولو برخو په معیاري کولو کې مرسته کوي.