د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالي په اولسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارو نړیوال سازمان (INTOSAI) له معیارونو سره سم، د پلټنې عالي ادارې پلاوی، چې مشري یې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي حزب الله رښتین کوله، ورسره مل پلاوي د کابل ښاروالۍ د اولسمې ناحیې له مرستیال ښاغلي مولوي عبدالجلیل ساپي او نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب د میاشتې په ۹ نیټه، یاده ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه.
په دې ناسته کې د پلټنې عالي ادارې مسوولینو، د پلټنې په مخینې، ارزښت، بڼو، د پلټونکو په مسوولیتونو او تر پلټنې لاندې ادارې په مکلفیتونوخبرې وکړې، دوی د ادارو د پلټنې اصلي موخه، د عوایدو ډېروالی، د عامه شتمنیو له سم لګښت څخه ډاډ تر لاسه کول، د ادارو په کړنو کې د نیمګړتیاوو او ستونزو حلول او د رغنیزو وړاندیزونو وړاندې کول وبلل او د اولسمې ناحیې له مسوولینو يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې د اولسمې ناحیې مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ د ژمنې تر څنګ پلټنه د ښې حکومتولۍ په جوړولو کې یو اصل وباله او د بیت المال ساتلو لپاره یې د پلټنې په ترسراوي ټینګار وکړ.