د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت کې دپلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
دغه غونډه چي په ۱۴۴۴/۱۱/۰۸ نیټه دایره شوه، پکې د پلټنې عالي ادارې په استازیتوب محترم مولوی قیام الدین "نظامي"، د عامه پروژو دپلټني آمر محترم انجنیر محمد طاهر "فیضی"، په یاد شرکت کې د پلټنې توظیف شوي ټیم غړو، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رئیس محترم انجنیر نعمت الله "احمدي" او د ياد شرکت د مالي او اداري، تدارکاتو او عملیاتي رئیسانو هم ګډون درلود.
یاده غونډه د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو شروع او ورپسې ښاغلي مولوي قیام الدین "نظامي" دپلټنې د ارزښت، اهمیت او شفافیت په اړه د غونډې ګډونوالو ته خبرې وکړې او د ياد شرکت څخه یی د پلټنې په پروسه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه، ورپسې د ياد شرکت عمومي رئیس محترم انجنیر نعمت الله "احمدي" د غونډې ګډونوالو ته هرکلی ووایه او د پلټنې توظیف شوي ټیم ته یی د همکارۍ پوره ډاډ ورکړ. د غونډې په اخر کې د عامه پروژو د پلټنې آمر ښاغلي محمد طاهر "فیضي" د غونډې ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.