د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د ځانګړې پلټنې رييس ښاغلي مفتي فضل الحق، د پوهنې، روغتيا، او کلتور د پلټنې برخې رييس ښاغلي عبدالاحد قيومي، او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم په ۱۵ نېټه دافغانستان ملي راډيو ټلويزيون له رييس ښاغلي احمد الله وثيق او نورو مسوولينو سره د پلټنې پايغونډه جوړه کړه.
د غونډې په پيل کې ښاغلي عبدالاحد قيومي د پلټنې په فعاليتونو رڼا واچوله او زياته يې کړه: د پلټنې موخه په ادارو کې روڼتيا رامنځ ته کول دي، موږ هڅه کوو په ادارو کې ټول مهم موضوعات په پوره ايماندارۍ سره وڅيړو، نوموړي د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون له ټولو چارواکو څخه مننه وکړه، چې د پلټنې په بهیر کې يې له پلټونکو سره په خورا ورين تندي همکاري کړې وه.
د ناستې په بهیر کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې د موندنو د راپور مسودې یوه کاپې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون له مسوولینو سره د هغوی د نظر اخیستلو لپاره شریکه کړه
د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون چارواکو راغلي پلاوي ته هرکلی ووايه؛ د پلټنې عالي ادارې کړنې يې وستايلې او د پلټونکو له لورې د ترلاسه شويو موندنو او وړاندې شويو سپارښتنو د عملي کولو ژمنه يې وکړه.