د پلټنې د مسلکي زده کړو درې میاشتني پروګرام وروستۍ ازموینه واخیستل شوه
د پلټنې عالي ادارې په زده کړیز مرکز کې د پلټنې درې میاشتني زده کړیز پروګرام وروستۍ ازموینه د ۱۴۴۵هـ ق کال د محرم په ۱۸نېټه واخیستل شوه.
د ازموینې له پیل وړاندې د مسلکي پراختیا ریاست رییس ښاغلي سیدرحمن رحمن د پلټنې د زده کړیز پروګرام ارزښت او د ازموینې د بهیر په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل، او زیاته یې کړه: په دې زده کړیزه دوره کې به د پلټنې عالي ادارې او د اسلامي امارت د نورو ادارو له ۳۲ تنو پلټونکو، چې د پلټنې درسونه یې لوستي د زمري میاستې تر ۲۵ ازموینه واخیستل شي او ورته به باورلیکونه ورکړل شي.