د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، سمنګان ولایت ته سفر وکړ
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې د دفاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د عوایدو د پلټنې رییس ښاغلي اعجازالحق، د عامه پروژو د پلټنې رییس ښاغلي سیدمنان سهار او د خدمتونو امر ښاغلي مولوي محمد سلیم صدیقي او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم په 19نېټه دسمنګان ولایت له والي ښاغلي حاجي مولوي عبدالاحد فضلي او تر پلټنې لاندې ولایتي ادارو(د ټولګټو ریاست, ښاروالۍ, عامې روغتیا ریاست) مسوولینو سره بیلا بېلې ناستې ترسره کړې.
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، ولایتي مسوولینو ته د پلټنې په تاریخي مخینې، ارزښت او د پلټنې بهیر کې د نظارت اړوند معلومات وړاندې کړل، او له هغوی یې د پلټنې په بهیر کې د لا ډیرې همکارۍ غوښتنه وکړه او همدارنګه په اړونده ولایت کي د توظیف شوو پلټونکو دکارونو کنترول او نظارت یې وکړ.
د سمنګان والي د نظارت پلاوي له ورتګه مننه وکړه او ولایتي ادارو ته یې له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ توصیه وکړه.