د پلټنې د میتودولوجۍ کمیټې نوبتي غونډه تر سره شوه
د پلټنې عالي ادارې د میتودولوجۍ کمیټې نوبتي غونډه د دوشنبې په ورځ د۱۴۴۳ قمري کال د شوال دمیاشتې په ۱۶ نیټه، د مالي چارو او تقنیني سندونو د رعایت د پلټنو مرستیال ښاغلي مولوي عزت الله حقاني پر مشرۍ چې د ادارې ارشد سلاکار فضل الله نظامي، حقوقي سلاکار مولوي نورحیدر صدر او د ادارې نورو مشرتابه پلاوي هم حضور درلود تر سره شوه.
په دې غونډه کې پر دوه مهمو سنددونو ( د اداري فساد د جرمونو د تعقیب طرزالعمل او د معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې د لارښود پلان ) په اړه هراړخیزې خبرې او څرګندونې و شوې او په پای کې پدې اړه لازم هوډونه ونیول شول او غونډه دخیر په دعا سره پای ته ورسیده.