د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
dasd

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي وړتیا لوړونې رییس ښاغلي سیدرحمن رحمن، د دې پروګرام ښوونکو او ګډونوالو حضور درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال المکرم په ۱۳ نېټه پیل شو.
د پروګرام په پیل کې ښاغلي سیدرحمن رحمن د درسي موادو په اړه، چې پکې د پلټنې، مالیې، کمپیوټر، مدیریت اصول او رهبرۍ بنسټونه شامل دي خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې له دې فرصت د خپلې مسلکي پوهې د لوړونې په پار ګټه پورته کړي.
ورپسې ښاغلي مولوي نورحیدر صدر د پوهې د ترلاسه کولو ارزښت په اړه د قرانکریم د ایاتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د اسلام مبارک دین یوازې عباداتو ته ځانګړی نه دی، بلکې پکې بېلاـ بېل اړخونه لکه معاملات، زده کړې او نور موارد شتون لري، چې انسانانو ته په ټولو اړخونو کې امر کوي، نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د پلټنې په وخت کې د پلټونکو په جرات او امانتولۍ ټینګار وکړ.

ssdsfdfsf

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۳۰
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د زندانو د چارو د تنظیم اداره کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د رسنیو او عامه اړیکو امر ښاغلي حافظ جنیدالله حاذق او د پلټنې ډلې غړو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۵۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې له کیفیته د ډاډ کمېټې ناسته ترسره کړه

د پلټنې عالي ادارې له کیفیته د ډاډ کمېټې په ادارو کې د پلټنې بهیر د کیفیت لوړولو په پار ناسته ترسره کړه، چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي کوله او پکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۴۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د روغتیایي قوانینو له عملي کېدو د څار ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې ریاست کفیل ښاغلي مولوي صبیح الدین. . .

BACK TO NEWS