ماموریت او لید لوری
زموږ دندې او ماموریت
1. د دولت د مالي صورت حسابونو او کلني قطعيې حساب پلټنه او پدې اړه د پلټنې نظر وړاندې کول.
2. د مالي او حسابي چارو پلټنه، په ځانګړي توګه په ادارو، شرکتونو او تصدیو کې د عایداتو او لګښتونو تحقق.
3. د ولسمشرۍ د احکامو او لارښوونو پربنسـت په ادارو کې د ځانګړو پلټنو ترسره کول.
4. د مالي صورت حسابونو او هغه بهرني مرستې چې د دولت بودجې له لارې مصرف کیږي په اړه د پلټنې نظر وړاندې کول.
5. په بهر کې د دولتي ادارو او نمایندګیو د مالي او حسابي چارو پلټنه.
6. د وزارتونو او دولتي ادارو د داخلي پلټنې څانګو پلټنه.
7. د پروژو د اقتصادیت، ګټورتوب او اغیزمنتوب څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د کړنو پلټنې ترسره کول.
8. د چاپیریال پلټنې ته وده او پراختیا ورکول.
9. په ادارو کې د اقتصادي ، ټولنیز او مالي ودې د پلانونو د عملي کیدو په اړه پوهاوی.
10. د پلټنو تر سره کول په داسې بڼه چې د ملي او ټولنیزې ودې او د آزاد بازار اقتصاد لامل شي.
11. د پلټنې په لړ کې د نیمګړتیاوو، تیروتنو، او مالي توپیرونو پیژندل او په اړه یې اړوندو څانګو او ادارو ته د اجرااتو پلې کولو او ښه کولو لپاره د تحلیلي پایلې استول.
12. ادارو او موسساتو ته د نیمګړتیاوو د له مینځه وړو لپاره د اصلاحي سپارښتنو او لارښوونې وړاندې کول.
13. د پلټنې په لړکې کې په عامه شتمنیو کې د حیف او میل مواردو پیژندنه او د څیړنې لپاره لوی څارنوالۍ ته یې راجع کول.
14. د جمهوري ریاست او پارلمان ته د پلټل شویو ادارو د مالي او حسابي پلټنو څخه د موندل شوي مهمې پایلو په اړه د شپږ میاشتني توحیدي راپورونو وړاندې کول.
15. د ادارې د ظرفیت دوامداره وده.
16. د ادارې د فعالیتونو تنظیم لپاره قانوني چوکاټ چمتو کول.
17. د اداري د پلټنې د حدود پراختیا.
18. د ادارې د ټولو نړیوالو اړیکو پراختیا او ټیڼګښت او د نړیوال عالي پلټنې بنسټونو د سازمان (انتوسای) معیارونو په پام کې نیول.
19. د داخلي پلټنې څانګو لپاره میتودیک (مرتب) لارښوونې وړاندې کول
20. د تفتیش شوي ادارو د مالي او حسابي څانګو د کړنلارو او لوایحو د تعدیل لپاره ذیصلاحو مراجعو ته د وړانډیزونو وړاندې کول.
دپلټنې عالي ادارې لیدلوری:
موږ هڅه کوو چې د پلټنې په چارو کې یوه نمونه او مخکښ د پلټنې عالي اداره ولرو تر څو په عامه سرچینو کي د روڼتیا مدیریت، حساب ورکولو او ځواب ویلو ته په ټاکلي وخت سره د پلټنو د ترسره کولو، د خپلواک، غوره او انډول راپورونو د وړاندې کولو له لارې وده او پیاوړتیا ورکړو.