د پلټنې عالي ادارې د عدلي تعقیب وړ قضیو د تدقیق کمېټې ناسته ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۵۷
sdfas

د پلټنې عالي ادارې د عدلي تعقیب وړ قضیو د تدقیق کمېټې، د ادارې مسلکي مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عزت الله حقاني په مشرۍ او د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د ادارې د مقام  ستر مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي، حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدین عمر او د  کمېټې غړو په ګډون، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په ۲۲ نېټه ددې ادارې د غونډو په تالار کې ناسته ترسره کړه.
د ناستې پیل د قرانکریم په مبارکو ایاتونو وشو او ورپسې په اجنډا کې په شاملو څلورو موضوعاتو د کمېټې غړو له لوري بحث او د نظرونو تبادله وشوه او د ناستې په پای کې یې په اړه اړینې پریکړې د کمېټې د رییس له لوري وشوي.

fsfsdf

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS