د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ پلاوي  شپږ ویشتمه ناسته ترسره شوه

org_admin
Thu, Mar 14 2024 1:06 PM
dsdsdhh

د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ پلاوي ۲۶ ناسته د پلټنې عالي ادارې رییس  ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي په مشرۍ  او د مرستیالانو، سلاکارانو او رییسانو په ګډون، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک په ۳ نېټه ترسره شوه.
ناسته د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د روژې د رارسېدو له امله مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه: په یو هېواد کې د اداري او ټولنیزو چارو بریالیتوب او د امنیت ټینګښت له دیندارۍ او له دین سره د خلکو یو ځای کېدو سره تړلي دي، په هغه ځای کې، چې دین شتون نلري اداري او ټولنیز فساد او د جنایي جرمونو کچه پکې لوړه وي. دین د پټ پولیس په څېر د انسان په وجود کې فعالیت کوي او انسان له بدو اعمالو ساتي، له همدې امله په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د جرمونو کچه بیخي کمه شوي او سرتاسري امنیت رامنځته شوی.
ښاغلي مولوي هاشمي هېواد کې د اسلامي امارت حاکمیت او ترلاسه شوې خپلواکي د دوو اشغالګرو(روسیې او ناټو) پر وړاندې د مجاهدینو د پاکو وینو د توېیدو پایله وګڼله، د پلټنې عالي ادارې رییس همدار راز وویل: د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ښاغلي ملا محمد حسن اخند سره لیدنه کې نه یوازې دا؛ چې هغوی د دې ادارې له مقام دفاع کړې بلکې د ادارې تشکیل په زیاتوالي یې هم ټینګار وکړ.
ورپسې د پلټنې عالي ادارې مسلکي مرستیال ښاغلي مولوي عزت الله حقاني د پلټنې عالي اداره له نورو امارتي ادارو سره د عامه شتمنیو په ساتنې، د عوایدو په سمو راټولولو او د بودیجې پر ځای لګښت کې ښه همکاره وګڼله او زیاته یې کړه: د پلټنې عالي ادارې د کارونو په ارزښت او اغیز د نورو امارتي ادارو مسوولین پوه دي ځکه خو په خپلو کړنو کې د ګټورتوب او اغيزمنتوب رامنځته کولو په پار د پلټونکو د کاري وخت د ډېرېدو غوښتنه کوي.
ښاغلي حقاني د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: تېر کال د پلټنې عالي ادارې لپاره له لاسته راوړنو ډک و، هڅه کوو، چې په راتلونکي کال کې هم د پلټنې عالي ادارې د مقام تر لارښوونې لاندې ددې ادارې لوړو موخو ته د رسېدو په برخه کې په پوره امانتولۍ او صداقت سره کار وکړو.
د ناستې په لړ کې اجنډا کې شته موضوعات یوـ یو ولوستل شو، د مسوولینو له نظر ورکولو وروسته یې په اړه اړینې پرېکړې وشوې.

vgfeds

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS