د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، خوست ولايت ته سفر وکړ.
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې د پلټنې عالي ادارې د کورنۍ پلټنې او له کيفيته د ډاډ رياست رييس ښاغلي مولوي عبدالهادي امين، د پوهنې، روغتيا او کلتور د پلټنې برخې امر ښاغلي محمد وسيم احمدي، دخدمتونو امر ښاغلي مولوي محمد سليم صديقي او پلټونکو ډلې ګډون درلود، د ١٤٤٥ هـ ق کال دربيع الاول په ٢٢ نېټه د خوست ولايت مقام مرستيال ښاغلي مولوي محبوب شاه قانت، د عامې روغتيا رييس ډاکټر ګل صاحب شاه شاهين، د کرنې او مالدارې رييس ښاغلي مولوي محمد زمان عمري، د حج او اوقافو رييس ښاغلي مولوي عيد ولي حليمي او د ولايتي ادارو له ګڼومسوولينو سره د يوې غونډې په ترڅ کې وليدل.
د غونډې په پيل کې د پلټنې عالي ادارې نظارت پلاوي، ګډون والو ته د امارتي نظام په اډانه کې دپلټنې په ارزښت، چارو، مسووليتونو، صلاحيتونو او همدارنګه د اسلامي نظام له راتګ وروسته د پلټنې عالي ادارې په لاسته راوړنو معلومات وړاندې کړل.
او له هېواد او شته نظام سره يې د مينې او مکلفيتونو په اړه سپارښتنې وکړې.
امارتي نظام يې د ټولو ګډ او اسلامي نظام وباله او د ياد نظام ريښو پياوړي کول يې د ټولو ګډه دنده وګڼله.
پلاوي د خوست ولايت له چارواکو مننه وکړه، چې د پلټنې په بهير کې يې له پلټونکو سره په خورا درنښت همکاري کړې او لا يې د ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پاى کې د خوست ولايت مسوولينو ورغلي پلاوي، ته ښه راغلاست ووايه او ياد پلاوي، په ورتګ يې خوښي څرګنده کړه
ژمنه يې وکړه د پلټنې عالي ادارې مشرتابه سپارښتنو ته به په جدي توګه پاملرنه کوي.
او له پلټونکو سره يې د لا ډېرې همکارۍ ژمنه څرګنده کړه.
د يادولو ده، چې غونډې ته د خوست ولايت ملي راډيو ټلويزيون په ګډون ولايتي رسنۍ د غونډې خبري پوښښ په تړاو رابلل شوې وې غونډه يې د خبري پوښښ په ګاڼه سمباله کړه.