د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي؛ پوهنې وزارت کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې ددې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدين عمر، د پوهنې، روغتيا او کلتور د برخې پلټنې رييس ښاغلي عبدالاحد قيومي او د پلټنې پلاوي نورو غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الاول په ۲۵ نېټه د پوهنې سرپرست وزير ښاغلي الحاج مولوي حبيب الله آغا او د ياد وزارت له نورو مسوولينو سره وليدل.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه ورپسې د پلټنې عالي ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي عمر امارتي نظام په ثبات او قيام جوړ ياد کړ نوموړي وويل: د امارتي نظام د بنياد دوام او ثبات لپاره په ګډه کار کول پکار دي، ځکه پلټنه د اسلام په مبارک دين کې اړين امر دی.
نوموړي زياته کړه: د پلټنې عالي ادارې د پلټونکو موخه په ياد وزارت کې په اداري چارو کې لاسوهنه نه بلکې ستونزو ته د حل لار لټول دي او پلټونکي يې په اداري چارو کې مرسته کوونکي ياد کړل. ښاغلي عمر همدا راز پوهنې وزارت کې د چارو پياوړتيا او پکې د سمونو راوړلو په پار د پلټنې بهير ضروري وګاڼه او د پوهنې وزارت له ښاغلي وزير او نورو مسوولينو يې د پلټنې په بهير کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې د غونډې په دوام د پوهنې وزير ښاغلي حبيب الله آغا له پلټنې عالي ادارې ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه
نوموړي وويل دا نظام د ټولو ګډ نظام دی نو په همدې اساس خدمت کول هم د ټولو کډ کار دی د دندې پر مهال ملت ته مسوول يو. همدا راز نوموړي زياته کړه: که چېرې پلټنه نه وای ښايي د ډېرو ادارو چارې نيمګړې پاتې شوې وۍ او يا هم له ګڼو ستونزو سره مل وې نوموړي پلټونکو ته په چارو کې د بريا هيله څرګنده کړه او دپلټنې په بهير کې يې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ څرګڼد کړ.