د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکوونکو ته د پلټنې نړيوالو معيارونو په اړه ښوونيز پروګرام جوړ شو
د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکوونکو ته د پلټنې نړيوالو معيارونو ( انتوسای ) ښوونيز پروګرام د ادارې ستر مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي لخوا د ۱۴۴۵ هـ ق کال په ۲۶ نېټه جوړ شو
ياد پروګرام د يوې ورځې لپاره ترسره شو، چې موخه يې د پلټنې عالي ادارو نړيوال سازمان (انټوسای) معيارونو پېژندل او د پلټنې نړيوال سازمان معيارونو د راپور ورکولو کيفيت ښه کول او مسلکي کولو، ملي او نړيوال اعتبار ترلاسه کولو لپاره ترسره شو.
د پلټنې عالي ادارو نړيوال سازمان ( انتوسای ) يو نړيوال او خپلواکه سازمان دی، چې موخه يې د ظرفيتونو لوړول، طرزالعملونو رامنځته کول او د پلټنې عالي ادارو ترمنځ د نظرونو او تجروبو شريکول دي.