د عدلي تعقيب وړ قضیو د بيا کتنې کميټې غونډه ترسره شوه
د پلټنې عالي ادارې د عدلي تعقيب وړ قضيو د بيا کتني کميټې غونډه، چې پکې د کړنو او ځانګړې پلټنې برخې عمومي رييس ښاغلي مولوي نور حيدر صدر، د ادارې د مقام ستر سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي، حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدين عمر او د ادرې نورو ريسانو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۲۳ نېټه ترسره شوه.
ياده غونډه کې په اجنډا کې شاملې قضې د سکتوري رياستونو رييسانو لخوا ولوستل شوې، ورپسې يادې کميټې پرې خبرې وکړې او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول، چې يادې قضيې د افغانستان اسلامي امارت لوړو مقاماتو ته د لارښوونو لپاره واستول شي