د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د لغمان ولایت مرستیال والي او نورو مسوولینو سره ولیدل
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري يې ښاغلي مولوي شمس الله سعادت او د پلټنې ډلې نورو غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ کال د رجب المرجب په ۲ نېټه د لغمان ولایت له مرستیال والي ښاغلي مولوي اختر محمد مزمل او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د عامه شتمنیو په ساتنه کې د پلټنې په ارزښت، د پلټونکو په مسوولیتونو او د پلټل کېدونکو ادارو په مکلفیتونو خبرې وکړې.
د لغمان مرستیال والي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له پلټونکو سره د پلټنې په بهیر کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.